د آیتالله یعقوبي نظر!
ایکنا- آیتالله شیخ محمد یعقوبي، چې د اهل تشیّع یو دیني مر جع دی، په اوسنۍ زمانې کې د رسنیو د مسؤلیت پر حساسیت ټینګار وکړ او د پېښو په رامنځته کولو او بڼه ورکولو، د عامه افکارو په لارښوونه او د ټولنو د پوهاوي په لوړولو کې یې د رسنیو رول ټاکونکی وباله.
د خبر لمبر: 3493158 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د امام حسین (ع) د اربعین مراسم د سه شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳ ، د کربلا په سپېڅلي ښار او د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د اباعبدالله الحسین (ع) د میلیونونو مینهوالو او زائرانو په پراخ او پرتمین ګډون سره ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493148 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د کربلا معلی والي وئيلی دي،چې د امام حسین (ع) د اربعین په ولولناک پلی لاریون کې له ۲۲ میلیون زیارتوالو ګډون کړی دی.
د خبر لمبر: 3493144 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له له پراخ انعکاس او پوښښ سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493143 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د افغانستان په بامیان کې د حسینی اربعین په دستورو کې ویناوالو په زغرده ووئيل؛ لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول سرزوري کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د خبر لمبر: 3493142 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د بني عامر موکب، چې د عراق د بصرې ولایت اړوند د حسینی اربعین تر ټولو ستر موکب ګڼل کېږي، او هر کال د وخت د شرایطو له مخې خپل پیغام د هنري او تجسمي بڼو له لارې د عزادارۍ ترڅنګ خلکو ته وړاندې کوي، سږکال هم کربلا معلی ته ورسېد او د خپلې سترې غونډې قرآني پیغام ئې رسماً نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3493139 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د حسینی اربعین په رارسیدو سره همههاله، د ایران عراق په پولې کې په شلمچې سرحدې کې د مستضفینو د بنیاد موکب شپه او ورځ د حسینی اربعین د زیارتوالو د خوراک څښاک، درملنې او بانکي آسانتیاؤ په وړاندې کولو سره د نورو خادمانو ترڅنګ د اباعبدالله الحسین علیه السلام د مینه والو زیارتوالو خدمت ته ټینګ ولاړ دي او په ورین تندي ئې هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3493135 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- له پرون راهسې د حسینی اربعین دستورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو مسلمانان او د اهلبیتو مینهوالو، د حضرت امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت سړکونو ته ووتل او د حسيني اربعین د ماتمي مراسمو په ترسره کولو سره ئې له سیدالشهدا(ع) سره خپله وفاداري تازه کړه.
د خبر لمبر: 3493134 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- د حسینی اربعین د زائرانو پر لاره د «قرآني تمځایونو» پروګرام، چې د قرآني فرهنګ د دودیدا، د زائرانو د قرائت د اصلاح، د اربعین له فرصت څخه د قرآني ارزښتونو د بنسټیز کولو، او زائرانو ته د وړیا قرآني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493133 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
ایکنا- مولوي غلاممحمد نظر، چې د سرپل ولایت د شیعه علماؤ د شورا مرستیال دی، په خپلو څرګندونو کې وویل:حضرت امام حسین(ع) د ازادۍ د دفاع، د فساد پر ضد د مبارزې او د انساني ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره خپل ژوند د خداي تعالی په لاره کې قربان کړ.
د خبر لمبر: 3493131 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
په کربلا کې د اربعین له دستورو پاتې کسان!
ایکنا- د حسيني اربعین له رارسېدو سره هممهاله، په کربلا کې د اربعین له میلیوني لاریون څخه د پاتې شویو میلیوني خلکو ولولوناک لاریون په تهران او د ایران په نورو سلګونو ښارونو کې ترسره شو. دا مراسم سږ کال د «باید پاڅون وشي،(باید برخاست) په شعار سره او د « اسلامی انقلاب د شهید رهبر» او د مقاومت د شهیدانو د یاد او خاطرو په سیوري کې د مینې، وفادارۍ او د وینې د غچ غوښتنې په ولولناکې نندارې بدل شوي دي.
د خبر لمبر: 3493130 خپرونې تاریخ : 2026/08/04
حسیني اربعین او قرآني موکبونه!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن او عترت د مؤسسو او تنظیمونو د اتحادئې د مدیره پلاوي مرستیالې سیده مریم موسويزاده د خوزستان ولایت د قرآني موکبونو د پروګرامونو په تشریح کې وویل، د ولسي مؤسسو ګډون او منظم پلان جوړونه داسې خدمتونه برابر کړي چې نه یوازې د زائرانو مادي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هغوی کلتوري او معنوي اړتیاوو ته هم ځواب وایي.
د خبر لمبر: 3493121 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د عراق د امنیتي رسنیو مرکز اعلان کړی چې د محرم میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه پورې کابو ۳.۵ میلیون بهرني زائران عراق ته داخل شوي دي.
د خبر لمبر: 3493118 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د سپېڅلي آستان فرهنګي موکب، چې د نجف اشرف او کربلا معلی ترمنځ د زائرانو پر لار جوړ شوی، د امام حسین(ع) د اربعین د زائرانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493116 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د کربلا سپېڅلی ښار پرون د «نداء الاقصی» نومې پنځم نړیوال کنفرانس کوربه ؤ. په دغه کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو پلاوي او شخصیتونه ګډون وکړ،او د فلسطین د آرمان د ملاتړ لپاره د رسنیو او روایت رول ئې وڅېړ او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې ئې د مبارزې او عامه پوهاوي د رامنځته کولو لپاره د حسیني انقلاب له اصولو پر الهام اخستو وشو .
د خبر لمبر: 3493078 خپرونې تاریخ : 2026/07/26
ایکنا- د عراق د الحشد الشعبي ادارې د جمعې په ورځ اعلان کړی چې د حسینی اربعین د زیارت لپاره ئې ځانګړې خدماتي طرحه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3493045 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
ایکنا - په ؛سکوی پرواز» نومې کتاب کې د تحریم سورې د ۱۱ او ۱۲ آیتونو په استناد،د حق او باطل په مقابلې کې د ښځو رول یوازې یو فرعي او حاشیه اي شتون نه، بلکې یو اساسي او اغېزشیندونکی رول بلل شوی دی. دا رول د فرعون له مېرمنې آسیه او حضرت مریم (س) څخه پیلېږي او د عاشورا په غورځنګ کې د حضرت زینب (س) په مشرۍ خپل اوج ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3492926 خپرونې تاریخ : 2026/06/18
ایکنا- د پاکستان شیعه عالمانو د محرم د میاشتې د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډونوالو د امنیت د تضمین لپاره د اړینو تدبیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د دې میاشتې د مراسمو د مسئولیتپالنې او منظمې ادارې په فضا کې ئې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492910 خپرونې تاریخ : 2026/06/14
ایکنا -په هند کې، چې د اووه اویا ملتونو ټاټوبی بلل کېږي،داسې ډیرکم مراسم شته چې د حسین ابن علی علیه السلام د ویر په شان ، د نورو دینونو خلک ئې ژور اغېزمن کړي وي.
د خبر لمبر: 3491395 خپرونې تاریخ : 2025/07/13